تورخم او سپىن بولدک کې مېشتو د کار اوټولنىزو چارو وزارت تخنىکي ټىمونو؛ راستنیدونکو هیوادوالو چوپړ ته دوام ورکړی
د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو هیوادوالو ته د خدماتو د تنظىم کميټې سره په همغږۍ او د کار او ټولنىزو چارو سرپرست وزىر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هداىت په اساس، د کندهار ولاىت په سپىن بولدک او د ننګرهار ولاىت په تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنىکي ټىمونو پرون ټولټال ۳۰۲۸ تنه بېرته راستنېدونکيهیوادوال په سىستم کې ثبت او په اړونده برخو کې ىې هغوى ته لازم خدمات ترسره کړل.
سپىن بولدک کې د کار او ټولنىزو چارو وزارت د تخنىکي ټىم په وىنا دوى توانىدلي چې پرون ۳۱۲ کورنۍ، چې ۱۶۹۰تنه بېرته راستنېدونکي کىږي سىستم کې ثبت کړي دي.
هیره دی نه وي چې د راستنیدونکو هیوادوالو ته د غوره خدماتو رسولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري د سپینبولدک ولسوالۍ د ویش له دروازې څخه لیدنه وکړه؛ ټولې میشتې او فعالې کمیټې یې وڅارلې او هغوی ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړي.
په همدې اساس تورخم ښارګوتي کې هم د کار او ټولنىزو چارو وزارت کارکوونکو ۴۱۳ تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال سىستم کې ثبت کړل.
د ىادولو وړ ده چې د کار او ټولنىزو چارو وزارت د کاري فرصتونو کمىټې په سپىنبولدک ولسوالۍ او تورخم ښارګوټى کې د راستنىدونکو هىوادوالو کاري مهارتونه، تحصىل او تجربې ثبتوي؛ او بې سرپرسته ماشومان ته سرپناه ورکوي، ترڅو په راتلونکې د کاربازار هغوى د کاري فرصتونو په موندلو کې اسانتىا رامنځته شي، چې تردې دمه ىې ىوازې په تورخم کې ۱۶۶۶۹ تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال په سىستم کې ثبت کړىدي.