تورخم او سپین بولدک کې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو وړاندې کولو بهیر روان دی

naweed_admin
Thu, Dec 07 2023 11:18 PM


د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي او د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د دې وزارت مېشتو تخنیکي ټیمونو د خپلو تېرو فعالیتونو په دوام؛ پرون چهارشنبه ۴۵۳تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت او په اړونده برخو کې یې هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیمونو په وینا دوی توانیدلي چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې ۳۲۶تنه او د کندهار ولایت په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۱۲۷تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت کړي، او هم د روغتیايي خدماتو، د ترانسپورت د تنظیم، د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ او د مشاورو او عامه پوهاوي په برخو کې کډوالو ته اړین خدمات وړاندې کړي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS