د ایران څخه رد مرز شوي ۱۴۱ تنه ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شول
د نیمروز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري، تېرو لسو ورځو کې ۱۴۱ تنه هغه ماشومان چې د ایران هېواد څخه رد مرز شوي وو، خپلو کورنیو سره یوځای شول.
یاد ماشومان چې ډیری یې د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو اوسیدونکي وو، او د ایران هېواد په مدارسو کې یې زدهکړې کولې خو د ایراني پولیسو لخوا په جبري توګه رد مرز شول، د نیمروز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا لومړی ورته د اوسیدو خوندي ځای برابر، او د نقدي مرستو ترلاسه کولو وروسته، د دې ریاست د اجتماعي کارکوونکو لخوا اړونده ولایتونو ته انتقال او هلته خپلو کورنیو ته و سپارل شول.