د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له رئیس سره ولیدل

naweed_admin
Mon, Jan 22 2024 9:39 AM

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له رئیس مولوي نعیم الحق حقاني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ ټولنه کې د رسنیو پر ارزښت، رسالت او مسؤلیت رڼا واچوله او څرګنده یې کړه چې رسنۍ کولای شي د حقایقو په انعکاس سره  د ملت او دولت ترمنځ د نږديوالي سبب شي او هم د حکومتي مسؤلینو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د دوی اړونده ادارو په اړه ولسونو سره لازم او پر وخت معلومات شریک کړي.
الحاج ملاعبدالمنان عمري د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د مسؤلینو د هڅو څخه په مننې او قدردانۍ سره ، وویل: هغه رسنۍ چې د رسنیز ډګر اصول مراعتوي او په خپلواکه توګه د هېواد ښېرازۍ، امنیت او پرمختګ په اړه پر حقایقو ولاړ راپورونه له خلکو او نړیوالو سره شریکوي او  د افغانستان څخه مثبت تصویر وړاندې کوي، باید تشویق او لاسنیوی يې وشي.
ورپسې د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو مرکز رئیس مولوي نعیم الحق حقاني  خپلو خبرو کې له رسنیو سره پر وخت د اطلاعاتو شریکول اړین و ګڼل او دا چاره یې د اسلامي امارت د رښتینولۍ او د رسنیو څخه ملاتړ وباله. نوموړي زياته کړه چې د اطلاع رسونې بهیر کې سرعت، دقت او بیطرفي به د دولت د لاسته راوړنو څخه ملت خبر او د دوی د رضایت سبب شي. 
په پای کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ویاند او مطبوعاتي ټیم له هڅو او له رسنیو سره د دوی د ښو اړیکو او غوره همغږۍ له امله مننه او خوښي څرګنده کړه  او ډاډ يې ورکړ  چې د حکومت د اطلاعاتو او  رسنیو مرکز د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د رسنیو اړوند فعالیتونو کې همکارۍ ته چمتو دی.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS