د ټولنیزو چارو معین د یونیسف دفتر له مرستیالې سره وکتل

naweed_admin
Thu, Jan 25 2024 9:42 AM
ق

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر د خپل کار په دفتر کې افغانستان لپاره د یونیسف دفتر د مرستیالې مېرمن روشن مرتضی سره کتنه کې، د ځینو اړونده مواردو په اړه خبرې وکړې. کتنه کې مېرمن روشن مرتضی دې سازمان سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل: هیله منده یم چې د همکاریو دا لړۍ لا نږدې او پراخه شي؛ ترڅو په مشترکه توګه وتوانیږو د افغانستان له ماشومانو څخه په ښه توګه ملاتړ وکړو او د دوی په وضعیت کې مثبت تغییر راشي. آغلې روشن مرتضی زیاته کړه څه موده وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري ځینو مؤسساتو سره، چې له یونیسف سره همکاره دي هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول او د دې هوکړه‌لیکونو د موادو مطابق به مختلفو ولایتونو کې ډېر شمېر ماشومان تر خدماتي پوښښ لاندې ونیول شي، چې هرکلی یې کوو او چمتو یو د ماشومانو اړوند موضوعاتو کې د دې وزارت سره نږدې همکاري ولرو. ورپسې د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر خپلو خبرو کې څرګنده کړه: د دې وزارت کاري ساحه پراخه او اړینه برخه یې د زیانمنو اقشارو څخه ملاتړ او د دوی ستونزو ته رسیدنه ده، چې پدې رابطه هڅې شوي او راتلونکي کې د دې هڅو پراخېدو ته متعهد یو. شیخ عبدالبر زیاته کړه: دې وزارت خپلو روزنتونونو کې زرګونو تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د تعلیم او تربیې ترڅنګ؛ د ژوندانه نور سهولتونه برابر کړیي‌دي او د دوی مصارف له خپلې داخلي بودجي تمویلوي. شیخ عبدالبر د خپلو خبرو په دوام وویل: له ماشومانو څخه ملاتړ او ساتنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسؤلیتونو یوه برخه ده، اړتیا شته چې د یونیسف دفتر سره نږدې او پیاوړې کاري اړیکي موجودې وي، او په ګډه توګه د افغانستان له ماشومانو او د دوی له حقوقو څخه ملاتړ وکړو، چې پدې برخه کې د اصولو مطابق د کار او ټولنیزو چارو وزارت نږدې همکارۍ ته ژمن او چمتو دی.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS