د امام بخاري دارالایتام په ۲۰۰ تنو زدهکوونکو ژمنۍ جامې ووېشل شوې
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا، د دې ریاست اړوند د امام بخاري دارالایتام ۲۰۰ تنو لیلیه زدهکوونکو ته ژمنۍ جامې ووېشل شوې.
یاده مرسته تېره ورځ د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئیس مولوي فریدالله حقاني په شتون ووېشل شوه، چې په کې جامې، جمپرونه او ځیني توکي شامل وو.