د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د قطر شاهي هېواد د سوداګرۍ خونې له معاون سره ولیدل

naweed_admin
Tue, Jun 04 2024 11:14 AM
E


د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزير الحاج ملاعبدالمنان عمري؛ قطر شاهي هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د هغه هېواد د سوداګرۍ خونې له لومړي معاون ښاغلي  محمد بن احمد الطوار الکواري او نورو   مسوولينو سره په داسي حال کې ولیدل، چې په قطر شاهي هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ډاکټر نعیم وردګ هم حضور درلود.
ناسته کې د تجارت او اقتصاد په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا هر اړخیزې خبرې وشوې.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري قطري سوداګر وهڅول چې په افغانستان کې د زراعت، صنعت،  تولید او زیربنا په برخو کې پانګونه وکړي، ځکه د ملا عمري په وینا تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې پانګې اچونې او دواړو دوستو هېوادونو اړیکو پراختیا ته ښه فرصت برابر دی. 
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د قطر شاهي هېواد له خصوصي سکتور مسوولينو څخه وغوښتل چې د افغانستان له خصوصي سکتور سره خپلې کاري او تجاري اړیکې پراخې کړي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS