لغمان ولایت کې ٢٠٠ تنو ماشومانو ته د یوه باب روزنتون پرانېسته وشوه؛

naweed_admin
Wed, Jun 26 2024 2:14 PM
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت معين الحاج شیخ عبدالبر د یوه پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت روزنتون پرانیست.
پرانېست غونډه کې چې د لغمان ولایت مرستیال والي، د مختلفو ولایتي ادارو رئیسانو، علماو او قومي مشرانو ګډون درلود؛ د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي سید جمال الدین هاشمي خپلو خبرو کې مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ څرګنده کړه چې دې روزنتون کې  د ٢٠٠ تنو ماشومو انجونو او هلکانو لپاره په جلا جلا توګه د اوسیدو ځای او د ژوندانه لازم سهولتونه برابر شوي دي. نوموړي همداراز د ځینو اړتیاوو په اړه وړاندیزونه درلودل او د حل په موخه یې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د لغمان ولایت مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل هم خپلو خبرو کې د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو څخه په مننې سره؛ د اسلام مبارک دین له نظره د یتیمو ماشومانو د کفالت په اړه رڼا واچوله او ډاډ یې ورکړ، چې د ولایت مقام چمتو دی ترڅو د دې روزنتون سره مختلفو برخو کې همکاري وکړي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معين او وارسي کوونکي الحاج شيخ عبدالبر خپله وینا کې څرګنده کړه: دا وزارت د خپلو مسوولیتونو په درک کولو او مالي لګښت سره؛ په ټول هېواد کې د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ او د دوی د کفالت په منظور روزنتونونه پرانیزي، چې ډیری ولایتونو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نور به هم په نږدې ورځو کې پرانیستل شي او لغمان  ولايت ته زمونږ سفر هم په همدې موخه ترسره او دلته د ٢٠٠ تنو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره مو د ښوونې او روزنې، اعاشې، اباتې، روغتیا او د ژوندانه ټول سهولته برابر کړي دي. شیخ عبدالبر د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه: روزنتونونو ته د ماشومانو جذب د ځانګړې کړنلارې د لار ښوونې مطابق ترسره کیږي او هم یې زده کوونکو ته د دیني او عصري علومو په پام کې نیولو سره، نصاب چمتو شوی او تدریس کیږي. 
د ويلو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو څخه د لازم ملاتړ او د دوی د کفالت په منظور په ټول هېواد کې روزنتونونه پرانیستي او اوسمهال شاوخوا لس زره یتیمو او بې سرپرستو انجونو او هلکانو ماشومانو ته په جلا جلا توګه ماحول برابر شوی او د دوی کفالت په کې ترسره کیږي.

Latest news

Sun, Oct 12 2025 3:09 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the Senior Deputy Minister of Interior Affairs

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with the Senior Deputy Minister for Security Affairs at MoIA, General Mawlavi Sadr Ibrahim.

At the. . .

Tue, Oct 07 2025 2:36 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Assessed the Situation of Students Residing in Orphanage Centers

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, during his official visit to Nangarhar and Kunar provinces, assessed the condition of students residing in. . .

Tue, Sep 23 2025 9:43 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of Construction Companies’ Union

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, met with Hamidullah Habibi, the head of the Union of Construction Companies in Afghanistan, in his office.

. . .

BACK TO NEWS