ارګون کې له ٩٠ کورنیو سره د نقدي پیسو او خیاطۍ حرفې د وسایلو مرسته وشوه

naweed_admin
Thu, Jun 27 2024 10:14 AM
Q


د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د KRO همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د ارګون ولسوالۍ د ٩٠ اړمنو او له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو له کورنیو سره د ٥٩١٣٠٠ افغانیو په ارزښت د نقدي مرستو سربېره پر دوی د خیاطۍ حرفې د کار وسایل هم ووېشل شول. 
د دې مرستې د وېش پرمهال د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي اسلام حسین الهام په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل په دې هڅه کې دې، چې د اړمنو او له خطر سره مخ هېوادوالو لاسنیوی او مرسته وکړي، دوی ته د کار بازار د اړتیاوو مطابق د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي، ترڅو تر فراغت وروسته یې ټولنې ته د وخت د غوښتنو سره سم ماهر کارګر روزلي وي.
مولوي اسلام حسین الهام همدارنګه له نورو ملي او نړیوالو مؤسساتو وغوښتل، چې بېکاره او اړمنو هېوادوالو ته د زده کړو د زمینې برابرولو او دوی ته پر وخت د مرستو رسولو په برخه کې د دې وزارت سره په همغږۍ خپلې پروژې تطبیق کړي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS