پکتیکا کې ٣٦٠ تنه له نشه یي توکو رغېدلي کسان د فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

naweed_admin
Mon, Jul 01 2024 9:23 AM
Q


د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ٣٦٠ تنه زده‌کوونکو د نجارۍ، خیاطۍ او د تعمیراتي برېښنا په رشتو کې تر شپږ میاشتینو زده‌کړو وروسته نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل. 
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د ولایت د مختلفو ادارو مسؤولینو، علمای کرامو او محلي  خلکو حضور درلود، د پکتیکا مرستیال والي الحاج مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت فارغ شویو زده‌کوونکو ته د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: 
د خوښۍ ځای دی، چې د افغانستان اسلامي امارت؛ په بیا واکمنېدو سره د ټولنې تر ټولو دېر زیانمن شوي قشر د درملنې په موخه لاسونه بډ وهل او همدارنګه یې په وړیا توګه ورته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړه، ترڅو له فراغت وروسته خپلو کورنیو او هېوادوالو ته د اړوندو حرفو له لارې د خدمت جوګه شي.
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي اسلام حسین الهام د خپلو خبرو په جریان کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل په دې هڅه کې دی، چې د بېکاره، اړمنو او پر نشه‌یي توکو روږدو هېوادوالو مرسته او لاسنیوی وکړي، یاد موخې ته د رسېدو په لار کې یې د هېواد په کچه بېلا بېلې برنامې دایرې کړې، چې په تطبیق سره به یې د ډېری هېوادوالو ستونزو ته په وخت رسېدنه شوې وي. 
د یادولو وړ ده، چې له فارغو شویو کسانو سره د کندهار کډوالو مؤسسې (KRO) په مالي ملاتړ د اړوندو حرفو د کار وسایلو سربېره؛ هر کس ته ٦٦٠٠ افغانۍ نقدي پیسې هم ورکړل شوې.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS