د ټولنیزو چارو معین د یونیسف دفتر له مرستیالې سره وکتل

naweed_admin
Sun, Jul 21 2024 9:42 PM
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسف دفتر له مرستیالې مېرمن روشن مرتضی او مل پلاوي سره په کتنه کې د ځینو اړینو مواردو په اړه خبرې وکړې.
کتنه کې د ټولنیزو چارو معین مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت کاري ساحه پراخه او اړینه برخه یې د زیانمنو اقشارو څخه ملاتړ او د دوی ستونزو ته رسېدنه ده، چې په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې شوې او په راتلونکي کې د دې هڅو پراخېدو ته متعهد یو. شیخ عبدالبر همدارنګه زیاته کړه: دې وزارت په خپلو روزنتونونو کې سلګونو تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ښوونې او روزنې ترڅنګ؛ د ژوندانه نور سهولتونه برابر کړي دي او د دوی مصارف له خپلې داخلي بودجي تمویلوي.
شیخ عبدالبر د خپلو خبرو په دوام کې وویل: له ماشومانو څخه ملاتړ او ساتنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسؤلیتونو یوه برخه ده؛ نو باید د یونیسف دفتر سره نږدې او پیاوړې کاري اړیکې موجودې وي، ترڅو په مشترک ډول د افغانستان له ماشومانو او د دوی له حقونو څخه ملاتړ وشي. 
ورپسې مېرمن روشن مرتضی د ماشومانو څخه د ساتنې او دوی ته د سهولتونو د رامنځته کولو له امله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل: هیله منده یم، چې د یونیسف دفتر او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو ساحه پراخه شي، ترڅو په ګډه توګه و کولای شو د افغان ماشومانو د ژوندانه د ښه کېدو په برخه کې اړین اقدامات وکړو. آغلې روشن مرتضی همدارنګه د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل، چې په پلي کېدو سره به یې په مختلفو ولایتونو کې ډېر شمېر اغېزمن ماشومان تر پوښښ او حمایت لاندې ونیول شي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS