د ټولنیزو چارو معین د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره وکتل

naweed_admin
Thu, Aug 29 2024 12:45 PM
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج شیخ عبدالبر، چې د روزنتونونو رئیس مولوي محمد اصغر صفدري یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا له سرپرست مولوي نور جلال جلالي سره وکتل. 
کتنه الحاج شیخ عبدالبر په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نورو مسؤلیتونو ترڅنګ د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې په خپلو اړوندو روزنتونونو کې سلګونو تنو یتیمو او بې‌ سرپرستو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې ترڅنګ ورته د پالنې او ساتنې سهولتونه برابر کړي او له خپلې داخلي بودیجې یې تمویلوي.  
الحاج شیخ عبدالبر همدارنګه څرګنده کړه: له اړمنو او بې‌ سرپرستو ماشومانو سره مرسته او د دوی ملاتړ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسؤلیتونو یوه برخه ده او د عامې روغتیا له مشرتابه یې وغوښتل، چې د دې وزارت د روزنتونونو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته د روغتیایي خدماتو د چمتو کولو په برخه کې له دې وزارت سره همکاري وکړي، ترڅو په ګډه یې د افغان ماشومانو وضعیت ته په خپل وخت رسېدنه کړې وي. 
ورپسې د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په روزنتونونو کې د روغتیایي خدماتو په پراخېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: د افغان یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره به په روغتیایي مرکزونو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي. 
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ، چې مرکزي او ولایتي مسؤولینو ته به سپارښتنې وکړي، ترڅو د روزنتونونو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره په خپلو روغتیایي خدماتو کې پراختیا راولي او دوی ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS