د کار او ټولنیزو چارو وزارت او امارتي ادارو ترمنځ شپږ اړخیزه هوکړهلیک لاسلیک شو

naweed_admin
Thu, Sep 19 2024 8:22 AM
m

د کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو او د عامې روغتیا وزارتونو، سترې محکمې، د زندانونو د تنظیم ادارې او افغاني سرې میاشتې ټولنې ترمنځ د زیانمنو او بې‌سرپرسته ښځو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په موخه شپږ اړخیز هوکړهلیک لاسلیک شو، چې موخه یې زیانمنو او له خطر سر مخ ښځو ته د مناسب او خوندي حمایوي مرکز په غوره توګه تنظیمول دي، ترڅو د دې مرکزونو له لارې دوی ته روغتیايي، رواني، د خوړو او سرپناه خدمات وړاندې شي او همدارنګه تر ملاتړ لاندې ښځې د هغوی له کورنیو او شرعي محارمو سره یوځای شي. 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج شیخ عبدالبر، د ټولنې زیانمنو اقشارو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته رسېدنه د دې وزارت له اساسي دندو وبلله او زیاته یې کړه: خلکو ته د ټولنیز خوندیتوب د زمینې برابرول زموږ له مکلفیتونو څخه دي او په دې برخه کې موږ تل بریالۍ هلې ځلې کړې.
د ټولنیزو چارو معین همدارنګه د اسلام سپېڅلي دین په رڼا کې د ټولنیزو خوندیتوب په اړه معلومات شریک او  له اړوندو امارتي ادارو څخه یې غوښتل، چې د دې هوکړه‌لیک په ښه تطبیق کې ونډه واخلي او په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره لازمې همکارۍ وکړي.
ورپسې د بهرنیو اړیکو رئیس حافظ محمد یوسف امین او د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم رئیس شیخ نورالله مکي زیانمنو اقشارو ته د غوره رسېدنې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د حمایوي مرکزونو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه يې  په ټولنه کې زیانمنو اقشارو ته د رسېدنې په برخه کې د دې وزارت سره د اړوندو نهادونو همکاري خورا ضروري وبلله. 
په پای کې، د اړوندو امارتي ادارو استازو د دې هوکړه په تطبیق کې د خپلې تلپاتې همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ یوه کاري کمېټه جوړه شي.
 د یادونې وړ ده،  چې اوس مهال ۴۱ تنه بې سرپرسته ښځې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل په حمایوي مرکز کې تر حمایت لاندې دي.
 

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

Wed, Feb 25 2026 2:33 PM
Background image

High Labor Council Follow-up Meeting

The fifth round of follow-up meetings to discuss the High Labor Council was held under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlvi Mohammad Zahid Ahmadzai.. . .

BACK TO NEWS