د کار او ټولنیزو چارو وزارت او امارتي ادارو ترمنځ شپږ اړخیزه هوکړهلیک لاسلیک شو
د کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو او د عامې روغتیا وزارتونو، سترې محکمې، د زندانونو د تنظیم ادارې او افغاني سرې میاشتې ټولنې ترمنځ د زیانمنو او بېسرپرسته ښځو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په موخه شپږ اړخیز هوکړهلیک لاسلیک شو، چې موخه یې زیانمنو او له خطر سر مخ ښځو ته د مناسب او خوندي حمایوي مرکز په غوره توګه تنظیمول دي، ترڅو د دې مرکزونو له لارې دوی ته روغتیايي، رواني، د خوړو او سرپناه خدمات وړاندې شي او همدارنګه تر ملاتړ لاندې ښځې د هغوی له کورنیو او شرعي محارمو سره یوځای شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج شیخ عبدالبر، د ټولنې زیانمنو اقشارو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته رسېدنه د دې وزارت له اساسي دندو وبلله او زیاته یې کړه: خلکو ته د ټولنیز خوندیتوب د زمینې برابرول زموږ له مکلفیتونو څخه دي او په دې برخه کې موږ تل بریالۍ هلې ځلې کړې.
د ټولنیزو چارو معین همدارنګه د اسلام سپېڅلي دین په رڼا کې د ټولنیزو خوندیتوب په اړه معلومات شریک او له اړوندو امارتي ادارو څخه یې غوښتل، چې د دې هوکړهلیک په ښه تطبیق کې ونډه واخلي او په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره لازمې همکارۍ وکړي.
ورپسې د بهرنیو اړیکو رئیس حافظ محمد یوسف امین او د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم رئیس شیخ نورالله مکي زیانمنو اقشارو ته د غوره رسېدنې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د حمایوي مرکزونو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه يې په ټولنه کې زیانمنو اقشارو ته د رسېدنې په برخه کې د دې وزارت سره د اړوندو نهادونو همکاري خورا ضروري وبلله.
په پای کې، د اړوندو امارتي ادارو استازو د دې هوکړه په تطبیق کې د خپلې تلپاتې همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ یوه کاري کمېټه جوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال ۴۱ تنه بې سرپرسته ښځې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل په حمایوي مرکز کې تر حمایت لاندې دي.