هلمند او ارزګان ولایتونو کې ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول
د هلمند او ارزګان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ( ۳۰۰ په هلمند او ۳۰۰ نورې یې په ارزګان) ولایتونو کې د ځانګړې سروې لهمخې تثبیت شوې وې؛ د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې.
د توکو د وېش پر مهال د هلمند او ارزګان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو مسؤلینو په خپلو خبرو کې وویل: دا مرستې د بېوزلو او اړمنو کورنیو د ستونزو د کمولو، د ټولنیز ثبات پیاوړتیا او ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه برابرې شوي دي، چې پکې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، مکروني، بوره او چای شامل وه؛ مستحقو کورنیو ته په منظم او عادلانه ډول ووېشل شوې.
همداراز مسؤلینو په خپلو خبرو کې د ټیکا همکارې موسسې څخه مننې وکړه او له نورو ملي او همکارو نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په هېواد کې د اړمنو او بېوزلو کورنیو لاسنیوی وشي.
