هلمند او ارزګان ولایتونو کې ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

media_admin
Tue, Mar 10 2026 10:11 AM
هلمند او ارزګان


  د هلمند او ارزګان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ( ۳۰۰ په هلمند او ۳۰۰ نورې یې په ارزګان) ولایتونو کې د ځانګړې سروې له‌مخې تثبیت شوې وې؛ د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې. 
د توکو د وېش پر مهال د هلمند او ارزګان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو مسؤلینو په خپلو خبرو کې وویل: دا مرستې د بېوزلو او اړمنو کورنیو د ستونزو د کمولو، د ټولنیز ثبات پیاوړتیا او ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه برابرې شوي دي، چې پکې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، مکروني، بوره او چای شامل وه؛ مستحقو کورنیو ته په منظم او عادلانه ډول ووېشل شوې.
همداراز مسؤلینو په خپلو خبرو کې د ټیکا همکارې موسسې څخه مننې وکړه او له نورو ملي او همکارو نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په هېواد کې د اړمنو او بېوزلو کورنیو لاسنیوی وشي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS