د کار چارو معین د میدان وردګو له والي سره وکتل

naweed_admin
Sat, Oct 26 2024 10:33 AM
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد،  میدان وردګو ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره وکتل.
کتنه کې د میدان وردګو والي له کابل څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو ځینو فعالیتونو څخه د یادونې ترڅنګ یې؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په بریالي توګه د کار ملي کانفرانس د ترسره کېدو او هم یې د ژمنو د تعقیب له امله خوښي وښوده. قاري معاذ هره برخه کې ولسونو ته د ښو او غوره خدماتو وړاندې کول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه وګڼل او هیله مندي یې څرګنده کړه، چې هر مسؤل دې باید د هېواد د پرمختګ، اقتصادي ځان بسیاینې او ښېرازۍ په برخو کې تر پخوا لا زیاته پاملرنه وکړي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد هم خپلو خبرو کې څرګنده کړه: په دې وروستیو کې مو د یوه پلاوي په مشرۍ مختلفو ولایتونو ته سفرونه ترسره او د دې ترڅنګ، چې له مسؤلینو سره مو لیده کاته درلوده؛ یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو او هم ځوانانو څخه د حمایت په منظور مو د فني او حرفوي زده‌کړو مراکز پرانېستل، چې د خلکو له هرکلي سره مخ شول او دې چارې ته به دوام ورکوو، ترڅو له یوې خوا یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان  د بې‌سرپرستۍ احساس ونه‌کړي او له بل پلوه ځوان  نسل هم د فن او حرفو په ګاڼه سمبال او په راتلونکي کې د کارونو مالکان وګرځي.الحاج مولوي محمد زاهد د خپلو خبرو په دوام، له محلي ادارو سره د ولسونو نږدې همکاري وستایله او د دې همکاریو پراخېدل یې د خدماتو د بهبود په برخه کې اغیزمن یاد کړل. 
په پای کې یې ډاډ څرګند کړ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به ټول توان هڅه کوي، ترڅو له هر هغه فرصت څخه سالمه او مؤثره ګټه واخلي، چې پایله یې خلکو ته کارموندنه او اقتصادي پرمختګ وي.

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS