لغمان کې ۱۲۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

naweed_admin
Fri, Nov 01 2024 10:39 PM
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي لغمان ولایت ته په خپل کاري سفر کې د دې ولایت ۱۲۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرام پرانیست.
په پیل کې د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي سید جمال الدین هاشمي مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره؛ د دې ولایت له ځوانانو څخه د ملاتړ په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ د پاملرنې څخه مننه څرګنده او هیله یې وښوده، چې یاد ځوانان دې له شته فرصت او امکاناتو څخه په سالمې ګټې اخیستنې سره خپلو زده‌کړو ته لازمه پاملرنه وکړي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ځوان نسل څخه د ملاتړ او دوی ته د کار موندنې فرصت د برابرولو په موخه په ټول هېواد کې خپل اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو مراکز فعال کړل، چې د لغمان ولایت ۱۲۰ تنو ځوانانو ته هم په دې لړ کې د زده‌کړو زمینه برابره او هغوی به د شپږو میاشتو په موده کې د تعمیراتو د برښنا، د مبایل ترمیم، کمپیوټر مهارتونو او خیاطۍ په برخو کې د مسلکي استادانو له لوري وروزل شي. 
د کار چارو معین زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د بیکارۍ او فقر کچو کمښت او هېواد کې د اقتصاد محوره او بنسټیزو پروژو د تطبیق په برخو کې ډېر تمرکز لري او له نېکمرغه اوس‌مهال په ټول هېواد کې ګڼ شمېر ټولګټې او عامه پروژې تر کار لاندې دي، چې له یوې خوا د دې سبب شوي، ترڅو په مستقیم او غیر مستقیم ډول کارموندنه وکړي او هم به تر بشپړېدو وروسته د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې شاهدان اوسو.
په همدې ترتیب د لغمان مرستیال والي مولوي محمد مزمل هم خپله لنډه وینا کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وروستي اقدامات وستایل او د ټولو ادارو له لوري د خدماتو بهیر د چټکتیا هیله مندي یې وښوده، همداراز یې له یادو ځوانانو وغوښتل، چې خپلو زده‌کړو ته دې لازمه پاملرنه ولري، ترڅو له فراغت وروسته و توانیږي په ښه ډول د خپلې ټولنې خدمت وکړي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS