په کابل کې د فني او حرفوي زدهکړو څخه د پنځوس تنو ځوانانو فراغت
کابل کې پنځوس تنه ځوانان له شپږو میاشتنیو فني او حرفوي زدهکړو څخه فارغ او پر هغوی د فراغت سندونه ووېشل شول.
یادو ځوانانو چې د قالینو اوبدلو په حرفه کې په نظري او عملي ډول زدهکړې کړې وې، نن یې د فراغت مراسم ترسره او د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د HF همکارې مؤسسې د استازو له لورې پرې د فراغت سندونه توزیع او د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول
