کابل کې ۱۵۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

media_admin
Wed, Feb 05 2025 3:07 PM
کابل

 

د کار او ټولنیرو چارو وزارت او همکارې مؤسسې په همکارۍ د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه ۱۵۵ تنه ځوانان په څلورو (د تعمیراتو برېښنا، یخچال _ ایرکنډېشن، د برېښنایي وسایلو ترمیم او خیاطۍ) حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده کړو وروسته د ماهرو کاریګرو په توگه د کار بازار ته وړاندې شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن د ۱۵۵ تنو ځوانانو د فراغت شاهدان یو، چې په مختلفو حرفو کې په نظري او عملي ډول روزل شوي او د ماهرو کاریګرو په توګه د خپلو هېوادوالو او ټولنې خدمت ته وړاندې شول. 
د کار چارو معین همدا راز زیاته کړه، چې د روان کال په نهو میاشتو کې شاوخوا ٣۵ زره ځوانانو، په پلازمېنه کابل او په بېلابېلو ولایتونو کې په مختلفو حرفو کې له فني او حرفوي زده‌کړې فارغ شوي دي، چې ډېری برخه یې اوس د کار بازار کې عملاً دخیل او له دې لارې خپلو هېوادوالو ته گټور خدمات وړاندې کوي. 
مولوي محمد زاهد همداراز څرگنده کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې توانیدلی، چې د کابل په ګډون په ځينو ولايتونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د ورته زده‌کړو زمینه برابره کړي، چې یاد هېوادوال اوس د سالمو انسانانو په توګه بیاځلې له خپلو کورنیو او ټولنې سره مدغم شوي دي. 
ورپسې په کابل کې د یونسکو جاپان مؤسسې رئیس یما فیروزي په خپله لنډه وینا کې د خپلو راتلونکو برنامو او فعالیتونو په اړه د معلوماتو شریکولو سربېره د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه د مننې ترڅنگ ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پالیسیو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ به په خپلو فعالیتونو کې پراختیا راولي. 
په پای کې پر فارغو شویو ځوانانو د اړوندو حرفو کاري وسایل او سندونه هم ووېشل شول.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS