کابل کې ۱۵۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۵:۷
کابل

 

د کار او ټولنیرو چارو وزارت او همکارې مؤسسې په همکارۍ د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه ۱۵۵ تنه ځوانان په څلورو (د تعمیراتو برېښنا، یخچال _ ایرکنډېشن، د برېښنایي وسایلو ترمیم او خیاطۍ) حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده کړو وروسته د ماهرو کاریګرو په توگه د کار بازار ته وړاندې شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن د ۱۵۵ تنو ځوانانو د فراغت شاهدان یو، چې په مختلفو حرفو کې په نظري او عملي ډول روزل شوي او د ماهرو کاریګرو په توګه د خپلو هېوادوالو او ټولنې خدمت ته وړاندې شول. 
د کار چارو معین همدا راز زیاته کړه، چې د روان کال په نهو میاشتو کې شاوخوا ٣۵ زره ځوانانو، په پلازمېنه کابل او په بېلابېلو ولایتونو کې په مختلفو حرفو کې له فني او حرفوي زده‌کړې فارغ شوي دي، چې ډېری برخه یې اوس د کار بازار کې عملاً دخیل او له دې لارې خپلو هېوادوالو ته گټور خدمات وړاندې کوي. 
مولوي محمد زاهد همداراز څرگنده کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې توانیدلی، چې د کابل په ګډون په ځينو ولايتونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د ورته زده‌کړو زمینه برابره کړي، چې یاد هېوادوال اوس د سالمو انسانانو په توګه بیاځلې له خپلو کورنیو او ټولنې سره مدغم شوي دي. 
ورپسې په کابل کې د یونسکو جاپان مؤسسې رئیس یما فیروزي په خپله لنډه وینا کې د خپلو راتلونکو برنامو او فعالیتونو په اړه د معلوماتو شریکولو سربېره د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه د مننې ترڅنگ ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پالیسیو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ به په خپلو فعالیتونو کې پراختیا راولي. 
په پای کې پر فارغو شویو ځوانانو د اړوندو حرفو کاري وسایل او سندونه هم ووېشل شول.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۱
Background image

غزني کې ۱۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۵ تنه ځوانان د فلزکارۍ په حرفه کې؛ تر درې میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې.

په همدې مناسبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۹
Background image

کابل کې ۱۴۱ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛  اړوند د مهارتونو د پراختيا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۴۱ تنه ځوانان؛ د عصر نوین د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه په خیاطۍ، تعمیراتو برېښنا، کمپیوټر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په درېیمه ربعه کې ۲۷۳ امارتي او غیرامارتي ادارې پلټلي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري د روان کال  په درېیمه ربع کې ۲۷۳ امارتي او غیر امارتي ادارې پلټل شوي دي.

 په یادو  ادارو کې ۱۰ امارتي او مستقلې. . .

بیرته خبرونو ته