د کابل په ولایت کې؛ روزنتونونو ته د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د جذب په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

media_admin
Mon, Feb 24 2025 12:29 PM
بګرامیو ولسوالي

امارتي روزنتونونو ته د نورو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د جذب په موخه؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت،  د بګرامیو ولسوالی له سیمه‌ایزو مقاماتو، ملکانو او د علماوو شورا له استازو سره مشورتي او د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روزنتونونو رئیس مولوي محمداصغر صفدري په خپلو خبرو کې په ټولنه کې د یتیم د کفالت پر اهمیت، په ماشومتوب په عمر کې د هغوی ذهني ودې ته پر جدي پاملرنې او په ټوله کې د یتیمو او بې‌سرپرسته د غوره کفالت او حفاظت په تړاو خبرې وکړي او زیاته یې کړه: دا چې په ټولنه کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو تعدد او ستونزې زیاتې دي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپلو امکاناتو ته په کتو غواړي چې تر ټولو زیات مستحق ماشومان خپلو روزنتونونو ته جذب کړي، چې په دې برخه کې د سیمه‌ایزو مقاماتو، د قومي مخورو شورا او د علماوو شورا مرسته او همکاري اړینه ده.
غونډه کې؛ سیمه‌ایزو مقاماتو، ملکانو او د علماوو شورا استازو؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د کفالت په اړه کار او ټولنیزو چارو وزارت او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت هلې ځلې وستایلې او په دې ډګر کې یې د هر ډول همکاری ژمنې وکړي.
د یادولو وړ ده چې د دا ډول مستحقو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د جلب او جذب په موخه به مشورتي او د همغږۍ ناستې د کابل ولایت په نورو سیمو او ولسوالیو کې هم ترسره شي.

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS