په کونړ او بامیانو ولایتونو کې ۱۴۰تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول
د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ۱۲۰تنه ځوانان په درېیو (برېښنا، فلزکارۍ او د موټرو ترمیم) حرفو کې له شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته د ماهر کاریګر په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
هغه غوڼده کې چې په همدې مناسبت؛ د کونړ مرستیال والي، د کار او ټولنیزو چارو رئیس او یو شمیر نورو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، فارغانو ته تصدیقپاڼې وویشل شوې او هغوی ته په راتلونکی ژوند کې د نورو بریاوو د هېلهمندی غوښتنه وشوه.
په همدې حال کې د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو؛ ۲۰ تنه نور ځوانان هم د لمریزې برېښنا په حرفه کې له شپږ میاشتنیو نظري او علمي زدهکړو وروسته فارغ او کاري وسایل یې هم ترلاسه کړل.
