د کار انسټېټوټ له خوا د امارتي کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه ورکشاپ پیل شو

media_admin
Sun, May 18 2025 9:51 AM
ظرفیت سازی

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو د دې وزارت اړوند د کار په انسټیټیوټ کې د یوولسو مختلفو امارتي ادارو کارکوونکو ته د راپور لیکنې (گزارش نویسی) څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ جوړ شول. 

د ورکشاپ په پیل غونډې کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار انسټیټیوټ رئیس شریف‌الله شرافت په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نور مسؤلیتونو سربېره د امارتي او غیرامارتي ادارو د کارکوونکو د غوښتنو په اساس په مختلفو برخو کې د ظرفیت لوړونې لنډمهاله او اوږدمهاله عملي او نظري برنامې په لاره اچوي، ترڅو له دې لارې ګڼ شمېر کارکوونکو ورڅخه مستفید شي.  شریف‌الله شرافت همداراز د خپلو راتلوونکو برنامو په اړه معلومات شریک او ژمنه یې وکړه، چې دا ډول روزنیزو او اغیزناکو برنامو ته به د وخت د غوښتنو په اساس دوام ورکوي.

نوموړي همدارنګه د دې ورکشاپونو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې پروګرام څخه د ترلاسه‌شویو تجربو او مهارتونو څخه په استفادې سره په ورځنیو چارو کې د بهبود ترڅنګ د ګټورو خدماتو په وړاندې کولو کې چټکتیا راولي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS