په هرات کې ۳۵۸۰۰ تنه راستانه شویو هېوادوالو ته د څښاک اوبه او غذایي توکي ووېشل شول

media_admin
Wed, Jul 16 2025 2:38 PM
هرات ولایت

د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په تېرو دوه اونیو کې له ایران هېواد څخه راستانه شویو۳۵۸۰۰ تنه افغان کډوالو ته د څښاک اوبه او غذایي توکي ووېشل شول.

د دې مرستې د وېش پر مهال د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس حافظ میرزا محمد ابو منصور په خپلو خبرو کې د «امام جواد او قایم » همکارو مؤسساتو څخه د مننې سربېره په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی، چې د اړمنو، بې‌ځایه شوو کورنیو، بېوزلو او بېرته راستانه‌شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او د ژوندانه اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې له نورو همکارو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه ترڅو په دې سختو شرایطو کې د بېرته راستانه شویو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وشي.

Latest news

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

Thu, Apr 23 2026 8:55 AM
Background image

A Meeting Held at the MoLSA to Facilitate the Issuance of Work Visas to Foreign Nationals

Under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, a meeting was held with the representatives from the ministries of foreign affairs. . .

BACK TO NEWS