د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره د همغږۍ ناسته وشوه

media_admin
Wed, Jul 23 2025 3:13 PM
سرحداتو وزارت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو او ځینو نورو اړوندو مواردو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري سره وکتل.

کتنه کې د کار چارو معین د دې وزارت د فعالیتونو او د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په اړه معلومات شریک او څرګنده کړه: له ګاونډیو هېوادونو څخه د ایستل شویو کډوالو د ځانګړنو، مهارتونو او وړتیاوو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپل اړوند ډېټابېس کې معلومات راټول او د کارموندنې په موخه یې له ځینو امارتي ادارو سره لېستونه شریک کړي دي، چې دا لېست به د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزارت سره هم شریک او هیله ده، چې په خپلو اړوندو برخو په ځانګړې توګه د انکشافي پروژو په تطبیق کې بېرته راستنېدونکو ته لومړیتوب ورکړي. مولوي احمدزي همداراز د کوچیانو او د دې وزارت اړوند لېسو د زده‌کوونکو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د فني او حرفوي زده‌کړو د برنامو د جوړېدو څخه د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري په مختلفو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو څخه په مننې سره، د دې ترڅنګ چې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د کاري زمینو برابرول ډاډ ورکړ، هیله یې وښوده، چې د فني او حرفوي زده‌کړو برنامې دې د ځايي کوچیانو سربېره، سیارو کوچیانو ته هم په پام کې ونیول شي، ترڅو دوی هم له ورته برنامو مستفید شي. همداراز یې د دواړو وزارتونو ترمنځ د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو یادونه وکړه، چې دا کمېټه به دنده لري اړونده چارې له نږدې تعقیب او وڅاري.

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

Wed, Feb 25 2026 2:33 PM
Background image

High Labor Council Follow-up Meeting

The fifth round of follow-up meetings to discuss the High Labor Council was held under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlvi Mohammad Zahid Ahmadzai.. . .

BACK TO NEWS