کونړ کې ۲۳۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

media_admin
Sat, Sep 13 2025 10:12 AM
کونړ

د کونړ ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست په هڅو او همغږۍ ۲۳۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

زلزله‌ځپلو کورنیو؛ په یادو مرستو کې دوه کارتنه اوبه، د پخلنځي یو بشپړ کیټ، څلور کمپلې، جارو، سطرنجۍ او شپږ جوړه بوټان ترلاسه کړل.

د یادې مرستې د وېش پرمهال د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب‌الله عمر په خپلو خبرو کې د جاپان خیریه بنسټ(AAR) څخه د مننې سربېره وویل؛ د افعانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی، چې د زلزله‌ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي او د ژوندانه آسانتیاوې او سهولتونه ورته برابر کړي.

همداراز نوموړي، له همکارو  کورنیو، نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په هېواد کې د زلزله‌ځپلو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د یادونې وړده، چې څه موده وړاندې هم په کونړ ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو ۲۴۸۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وېشل شوې وي.

Latest news

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

BACK TO NEWS