د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ۹ رقابتي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار کوونکو چارو ریاست له لوري نن د کارموندنې ریاست اړوند ۹خالي بستونو لپاره، له ۳۹۲ تنو څخه د آزاد سیالۍ له لارې آزموینه واخیستل شوه.
د آزموینې په پیل کې د کار کوونکو چارو رئیس مولوي نعمتاللهعثماني، په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته وویل: زموږ موخه دا ده، چې دا بهیر د عدالت، شفافیت او سیالۍ پر بنسټ پرمخ یوسو او هغه کسان استخدام کړو، چې ریښتینی استعداد او وړتیا ولري.
همداراز نوموړي زیاته کړه، زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې د آزموینې بهیر به په شفافه فضاء کې ترسره او کار به اهل کار ته وسپارل شي.