د کار او ټولنیزو چارو وزیر بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له مسؤلېنو سره وکتل

media_admin
Sat, Nov 29 2025 4:26 PM
اعزام کارګران

 

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له رئیس حاجي نورالله فدوي او مل پلاوي سره وکتل او د اړوندو مسأیلو په اړه یې خبرې وکړې.

په کتنه کې د دواړو لوریو لخوا بهرنیو هېوادونو ته نویو افغان کارګرانو د لېږد پر څرنګوالي،   هلته د  میشتو افغان کارګرانو د اوسني وضعیت، د ستونزو د حل، د حقونو د خونديتوب او اړتیاوو، د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا کارګرمنونکو هېوادونو ته له اتحادیې سره ثبت شرکتونو د رسمي معرفت، قطر او نورو هېوادونو کې د افغان کارګرانو د لېږد  د اتحادیې  لپاره د رسمي دفترونو پرانېستلو او نورو موضوعاتو په اړه په تفصیلي ډول خبرې اترې وشوې.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر له اتحادیې څخه وغوښتل؛ چې په خپلو کاري فعالیتونو کې نورې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ په کارګرمنونکو هېوادونو کې افغان کارګرانو لپاره بازارموندنه وکړي؛ هم په افغانستان او هم له هېواد څخه بهر خپل فعالیتونه منظم او قانوني کړي؛ د کارګرمنونکو هېوادونو د کارګرانو رسمي اتحادیو سره کاري اړیکې جوړې کړي؛ او د افغانستان اسلامي امارت سره مرسته وکړي؛ هغه شرکتونه وپیژني او د قانون منګلو ته یې وسپاري؛ چې په غیرقانوني ډول بهر ته افغان کارګران استوي.
الحاج ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: تمه ده؛ چې په نږدې راتلونکي کې د ایران اسلامي جمهوریت د کارپنځونې مرستیال کابل ته سفر وکړي او غوره به وي؛ چې په ګډه خپلې غوښتنې له هغوی سره شریکې کړو.
د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له رئیس حاجي نورالله فدوي هم په خپل وار؛ خبرو کې وویل: موږ د افغانستان اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو، او هېله‌من یو چې د اتحادیې ستونزې او ننګونې هم په پام کې ونېول شي؛ د قانوني فعالیت لپاره یې جوازونه په خپل وخت تمدید شي، بهرنۍ کاري اړیکو ته یې د ټینګښت زمینه برابره شي؛ او بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرانو لېږد پروسه یوازې له هغوی سره په نږدی همکارۍ او همغږۍ پرمخ یوړل شي.
په پای کې دواړو لوریو په متقابلې او نږدی همکارۍ ټینګار وکړ؛ او ژمنه وشوه چې ټول کارونه به په پوره همغږۍ
پرمخ بیايي.

 

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS