د کار او ټولنیزو چارو وزیر بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له مسؤلېنو سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۶:۲۶
اعزام کارګران

 

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له رئیس حاجي نورالله فدوي او مل پلاوي سره وکتل او د اړوندو مسأیلو په اړه یې خبرې وکړې.

په کتنه کې د دواړو لوریو لخوا بهرنیو هېوادونو ته نویو افغان کارګرانو د لېږد پر څرنګوالي،   هلته د  میشتو افغان کارګرانو د اوسني وضعیت، د ستونزو د حل، د حقونو د خونديتوب او اړتیاوو، د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا کارګرمنونکو هېوادونو ته له اتحادیې سره ثبت شرکتونو د رسمي معرفت، قطر او نورو هېوادونو کې د افغان کارګرانو د لېږد  د اتحادیې  لپاره د رسمي دفترونو پرانېستلو او نورو موضوعاتو په اړه په تفصیلي ډول خبرې اترې وشوې.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر له اتحادیې څخه وغوښتل؛ چې په خپلو کاري فعالیتونو کې نورې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ په کارګرمنونکو هېوادونو کې افغان کارګرانو لپاره بازارموندنه وکړي؛ هم په افغانستان او هم له هېواد څخه بهر خپل فعالیتونه منظم او قانوني کړي؛ د کارګرمنونکو هېوادونو د کارګرانو رسمي اتحادیو سره کاري اړیکې جوړې کړي؛ او د افغانستان اسلامي امارت سره مرسته وکړي؛ هغه شرکتونه وپیژني او د قانون منګلو ته یې وسپاري؛ چې په غیرقانوني ډول بهر ته افغان کارګران استوي.
الحاج ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: تمه ده؛ چې په نږدې راتلونکي کې د ایران اسلامي جمهوریت د کارپنځونې مرستیال کابل ته سفر وکړي او غوره به وي؛ چې په ګډه خپلې غوښتنې له هغوی سره شریکې کړو.
د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له رئیس حاجي نورالله فدوي هم په خپل وار؛ خبرو کې وویل: موږ د افغانستان اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو، او هېله‌من یو چې د اتحادیې ستونزې او ننګونې هم په پام کې ونېول شي؛ د قانوني فعالیت لپاره یې جوازونه په خپل وخت تمدید شي، بهرنۍ کاري اړیکو ته یې د ټینګښت زمینه برابره شي؛ او بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرانو لېږد پروسه یوازې له هغوی سره په نږدی همکارۍ او همغږۍ پرمخ یوړل شي.
په پای کې دواړو لوریو په متقابلې او نږدی همکارۍ ټینګار وکړ؛ او ژمنه وشوه چې ټول کارونه به په پوره همغږۍ
پرمخ بیايي.

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په پلچرخي زندان کې ۹۰ تنه زندانيانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت او زندانونو چارو د تنظيم ادارې په همغږۍد فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا په موخه؛ د لومړي ځل لپاره  په پلچرخي زندان کې ۹۰ تنه زندانيانو ته د ودانيو برېښنا،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

په کلکان ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې شبکه پرانیستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د کلکان په ولسوالۍ کې د بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې شبکه پرانیستل شوه.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۳
Background image

توزیع پول نقد به‌ارزش بیش از یک‌ونیم میلیون افغانی برای اطفال شاقه‌کار و برگشت‌کننده در بغلان

به‌اساس تلاش و هم‌اهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ برای ۶۰۰ طفل شاقه‌کار و برگشت‌کننده که در مرکز حمایوی تحت آموزش قرار دارند، به ‌هر طفل مبلغ ۲۶۴۰؛ مجموعاً ۱۵۸۴۰۰۰ افغانی تو. . .

بیرته خبرونو ته