بلخ او کونړ ولایتونو کې ۱۳۱۸ تنو زلزله ځپلو، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه

media_admin
Sat, Dec 13 2025 2:28 PM
بلخ او پکتیکا


د بلخ او کونړ ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د بلخ په ولایت کې ۱۱۶۸ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او همدارنګه د کونړ په ولایت کې او ۱۵۰ تنو نورو د زلزلې له امله زیانمن شویو ماشومانو ته د ټولټال ۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د نقدي پیسو مرستې ووېشل شوې.
په همدې مناسبت جوړې شویو غونډو ته د بلخ او کونړ ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو مسئولینو له همکارو مؤسساتو څخه د مننې سربېره له نورو ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو او موسساتو څخه  هم وغوښتل، چې په هېواد کې د ژمي په راتګ سره له زیان سره مخامخ، زلزله ځپلو، یتیم او بې‌سرپرستو ماشومانو لاسنیوی وکړي او هغوی ته تر یوه بریده د ژوندانه سهولتونه برابر کړي. 
د یادولو ده، چې په بلخ ولایت کې هر ماشوم ته ۴۵۰۰ افغانۍ د مراقبت های اجتماعی العین موسسې له لوري او په کونړ ولایت کې هر ماشوم ته ۱۲۰۰ افغانۍ د هایسو همکارې موسسې لوري د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS