هوډ لرو چې په محابسو کې د فني او حرفوي زده‌کړو برنامې پیل کړو

media_admin
Mon, Jan 05 2026 1:46 PM
محابس

د کار او ټولنيزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ننګرهار ولایت د محبس له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د محبوسینو لپاره يې د فني او حرفوي زده‌کړو  د پلي کېدو په تړاو، د دې وزارت له هوډ څخه خبر ورکړ.

د کار چارو معین محبوسینو ته د سهولتونو د برابرېدو له امله، د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه د مننې سربېره څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته له محبوسینو سره د اسلامي اصولو مطابق چلند کېږي او دا مراکز اوس د تعلیم او  تربیې په مراکزو بدل شوي او د محبوسینو ستونزو ته تر ډېره بريده رسېدنه شوې، همداراز له محبوسینو وغوښتل؛ چې د تعلیمي او تربیوي برنامو څخه سالمه او اغېزمنه ګټه واخلي، ترڅو له بند وروسته، د یو مثبت بدلون لور ته ګام واخلي.

الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډ لري په محبسونو کې د کار بازار له اړتیاوو سره سم د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو محبوسین د دیني او عصري علومو تر څنګ، مسلکي مهارتونه هم ترلاسه کړي.

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

Wed, Feb 25 2026 2:33 PM
Background image

High Labor Council Follow-up Meeting

The fifth round of follow-up meetings to discuss the High Labor Council was held under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlvi Mohammad Zahid Ahmadzai.. . .

BACK TO NEWS