ننګرهار کې ۱۵۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

media_admin
Thu, Feb 05 2026 11:34 AM
ننګرهار

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت اړوند کوټ، بټي‌کوټ او مومندرې ولسوالیو کې ۱۵۰ اړمنو کورنیو ته د ۲۵۳۱۸۸۰ افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه د خیاطۍ، دوکاندارۍ او د چرګانو فارمونو اړوند کاري وسایل او توکي ووېشل شول.
د توکو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني د اسلام مبارک دین له نظره د کسب او کار د ارزښت سربېره له مستفدینو څخه وغوښتل، چې له ترلاسه شویو وسایلو څخه په استفادې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي او خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي.
همداراز نوموړي د ټي‌ډي‌ایچ نړیوالې مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ له نورو ملي او همکارو نړیوالو موسساتو او خیریه مرستندویه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو د اړمنو او بېوزله کورنیو لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

Latest news

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

Thu, Apr 23 2026 8:55 AM
Background image

A Meeting Held at the MoLSA to Facilitate the Issuance of Work Visas to Foreign Nationals

Under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, a meeting was held with the representatives from the ministries of foreign affairs. . .

BACK TO NEWS