د کار چارو په معینیت کې د وزارت په اوږد مهاله ستراتیژیک پلان بحث وشو

media_admin
Tue, Feb 17 2026 3:39 PM
ستراتیژیک پلان

د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د یاد معینیت اړونده ریاستونو د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر ستراتیژیک پلان کې د خپلو دندو، مسئولیتونو، راتلونکو برنامو په غوره تدوین او د تطبیق پر څرنګوالی وروستی بحث وکړ.

په ستراتیژیک پلان کې په هېواد کې د غوره کار ترویج او د بېکارۍ کچې د کمښت باندې د ټینګار سربېره؛ راستنېدونکو هېوادوالو، له زده‌کړو څخه پاتې ځوانانو، له اعتیاد څخه رغیدلو اشخاصو، محبوسینو، شاقه‌کارو، د سړک پرمخ کاریګرو ماشومانو ته د کار بازار اړتیا وو ته په کتو او د همکارو ادارو په همغږۍ سره  په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینې د برابرولو، په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزنو پراختیا او په هغوی کې د تولید شویو اجناسو لپاره د بازار موندنې، داخلي وګړو ته په استخدام کې د لومړیتوب، د کار بازار مطالعه، د قابلیتونو معیاري تثبیت، د غوره کار ترویج، په غوره توګه د کار بازار تنظیم، په کاري چاپېریال کې د کارفرمایانو او کارګرو ترمنځ د عدالت تأمین او د دواړو لورو د حقوقو خوندیتوب، د مسؤلیتونو واضح وېش، د اداري همغږۍ پیاوړتیا او د خدماتو د کیفیت لوړونې ته لومړیتوب ورکول شوی دی.

دغه ستراتیژیک پلان به د کار چارو معینیت راتلونکو فعالیتونو لپاره د یو منظم او عملي چوکاټ په توګه وکارول شي، ترڅو اړوند ریاستونه خپلې چارې په بشپړ همغږۍ، منظم ډول او د ټاکلي مهال‌وېش له مخې پرمخ یوسي؛ ترڅو په ټولنه کې د مثبت بدلون د راوستو په موخه هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې غور خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده؛ چې په یاده ناسته کې د پالیسۍ او پلان  رئیس مولوي محیب‌الله حبیبي، د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز، تقنین او د کار حقوقو رئیس بشیراحمد راسخ، د قواعدو او کار چارو سمون رئیس مولوي حسین احمد مدني، د فني او حرفوي زده‌‌کړو د انسجام او همغږۍ رئیس ملا عبدالغني وفا، د کار چارو مشاور قاري محمد کریم حنفي، د قابلیتونو د تثبیت، د کار پلټني او لارښونې او د مهارتونو د پراختیا لوی ریاستونو استازو هم حضور درلود.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS