د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

media_admin
Tue, May 12 2026 2:06 PM
ماشوم ساتنه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې پکې د امارتي ادارو او همکارو ملي او نړیوالو موسسو مسئولینو حضور درلود.

د ورکشاپ په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي نجیب‌الله وقاد راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست سربېره د اسلام مبارک دین له نظره د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ساتنې او د هغوی د حقوقو د تأمین په اړه خبرې وکړې.

مولوي وقاد د خپلو خبرو په دوام د یتیمو او بې‌سرپرسته، شاقه‌کارو، له زیان سره د مخ او د سړک پر سر د کارکوونکو ماشومانو پر خوندیتوب، د هغوی ستونزو ته د رسېدنې، د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ورپسې د ماشوم ساتنې ریاست استازي د یاد یو ورځني روزنیز ورکشاپ د موخو، موضوعاتو او ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغه ډول روزنیز پروګرامونه د ماشوم ساتنې د فعالیتونو په ښه تنظیم او اغېزمنتیا کې مهمه ونډه لري.

په پای کې د یادې موسسې مسئول مېرویس امېري هم د ماشومانو د ساتنې، ملاتړ او د هغوی د اساسي حقوقو د تأمین په تړاو خبرې وکړې او د دوامداره همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.

Latest news

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

BACK TO NEWS