افغانستان له ځوان بشري ځواک څخه برخمن دی
دا خبره د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د مهارتونو د پراختیا عمومي رئیس مولوي رحیمالله صراح؛ تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې د اقتصادي همکاریو په مهمه غونډه کې وکړه؛ چې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي ترکیب کې یې حضور درلود.
غونډې ته مولوي صراح په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان د غوره امنیتي وضعیت او هر ډول پانګونې ته د مناسب چاپېریال درلودلو سره له ځوان، متعهد، مسلکي او پیاوړي بشري ځواک څخه هم برخمن دی؛ د سیمې او نړۍ دوست هېوادونه، په ځانګړې توګه د روسیې فدراتیف جمهوریت اړوند سیمې لکه تاتارستان کولی شي د ګډو همکاریو په چوکاټ کې له افغان مسلکي او په کار پوه کاري ځواک څخه په بېلابېلو برخو کې اغېزمنه استفاده کړي.
