د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل

media_admin
Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
بهر کې د افغان کارکران


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو استازو د خپلو فعالیتونو، په یاده برخه کې د شته ستونزو او ننګونو او د خپل فعالیت په ډګر کې د لا زیاتو سهولتونو د غوښتلو په اړه د کار او ټولنیزو چارو له وزیر سره معلومات شریک کړل.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د ناستې موخه؛ په هېواد کې د بېکارۍ کچې کمښت، په کور دننه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر څرنګوالې او  بهرنیو کاریګرمنونکو هېوادونو ته له افغانستان څخه د کاریګرو د قانوني بهیر د پیل لپاره له هېواد څخه په غیرقانوني توګه د ارزانه کاریګر د لېږلو د مخنیوي، په کاریګرمنونکو هېوادونو کې له پخوا مېشتو کاریګرو د ستونزو د حل د څرنګوالي او په ټوله کې یادو هېوادونو ته د افغان کاریګرو د قاچاق د مخنیوي پر څرنګوالي بحث وکړ.
مولوي عمري له سیاحتي شرکتونو غوښتنه وکړه، چې د سیاحت په نامه افغان‌کاریګرو ته په بهر کې د کار لپاره د کاری ویزرو له ورکړې څخه ډډه وکړي، ترڅو په دې ډول د ارزانه کاري ځواک له لېږد څخه مخنیوی وشي، او د قانوني، عزتمن او ګټور کاري ځواک اعزام ته لاره هواره شي.
افغان کارګرانو ته په بهر کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو د اتحادیې رئیس حاجي نورالله فدوي هم په خپل وار د امارتي سکتور له پوره همکارۍ او نږدې همغږۍ څخه د مننې سربېره د خپل کار او فعالیت په ډګر کې د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د کار او ټولنیزو وزیر په پای کې د کارموندنې او سیاحتي شرکتونو استازو ته سپارښتنه وکړه؛ ترڅو د کارګرمنونکو هېوادونو د کارموندنې له خصوصي شرکتونو او په ټوله کې د هغو هېواد له خصوصي سکتور سره د افغان کارګرانو د قانوني لیږد او جذب په موخه مستقیمې خبرې وکړي، ترڅو په یاد بهیر کې چټکتیا رامنځته شي.

Latest news

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

BACK TO NEWS