کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوانان فارغ شول

media_admin
Wed, Oct 07 2026 2:59 PM
کابل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم ریاست په هڅو؛ ۱۹۸ تنه ځوانان له زیان‌ سره د مخ اقشارو او د جاپان یونسکو د فني او حرفوي زده‌کړو په  مرکزونو کې د نلدوانۍ، د تعمیراتو برېښنا او سولر سیستم، موبايل ترميم، يخچال او ایرکنډیشن او خياطۍ په حرفو کې تر شپږمیاشتنيو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او تصديق پاڼې ترلاسه کړي.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز د اسلام مبارک دین له نظره د کار او کسب د ارزښت سربېره په خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنيزو چارو وزارت د همکارو ادارو په همغږۍ هڅه کوي، چې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار بازار اړتیاوو ته په کتو د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو په هېواد کې تر یو بریده د بېکارۍ کچه راټيټه شي.

مولوي فایز د خپلو خبرو په دوام له فارغ شوو ځوانانو څخه وغوښتل، چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره توګه استفاده وکړي او خپلو کورنیو د حلالې نفقې د پیدا کولو وسیله وګرځي.

په پای کې د جاپان یونسکو همکارې موسسې رئیس یما فیروزي، د خپلو خبرو پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اغېزمنې همغږۍ او دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د فني او حرفوي زده‌کړو د ودې او پراختیا په برخه کې یې د خپلو همکاریو د لا پیاوړتیا ډاډ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې د جاپان یونسکو همکارې موسسې له لوري ۸۱ تنو فارغ شوي ځوانانو ته کاري وسايل هم ووېشل شول.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS