افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت نوی ښوونیز کال پيل شو.

publish
Sat, Mar 23 2019 2:39 PM

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند، افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت نوی ښوونیز  کال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کار چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي له خوا پرانستل شو.

په همدې موخه جوړه شوې غونډ کې د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي ، بریالیو شاګردانو ته د بریالیتوت او نوي ښوونیز کال د پيل کیدو مبارکي ترڅنګ زیاته کړه، حلال کسب او کار انسان ته عزت او وقار ور بښي و یې ویل، چې د حلال کسب او کار لپاره یوه ښه وسیله هم د فن او حرفې زده کول دي.

ښاغلی هاشمي وویل، جنګ د بیکارۍ محصول دی، دولت او خصوصي سکتور مکلف دي، څو په هیواد کې د سولې او آرامۍ ترڅنګ د بې کارۍ د له منځه وړلو لپاره هم لا زیاتې هڅې و کړي.

د کاري چارو مرستیال وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یو پالیسي جوړونکي وزارت په توګه هڅه کوي، څو د کار موندنې په برخه کې ټول شریک وزارتونه او بنسټونه سره همغږي کړي، نوموړي زیاته کړه، چې د همدې همغږۍ د را منځ ته کولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ د کار عالي شورا جوړه شوې، چې د کارګرانو، کار ور کوونکو او دولت استازي یې غړیتوب لري.

غونډې ته د افغانستان لپاره د کوریا هیواد سفیر هم خبرې و کړې، نوموړي د نوي ښوونیز کال د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه، چې کوریا هیواد به د افغان ـ کوریا انستیتوت کې یو دفتر پرانیزي او د دې مرکز له لارې به شاګردانو ته د کتابونو، مجلو او نورو اړینو تکنالوژیکي برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

همدارنګه په غونډه کې د افغانستان د صنایع ټولنې مشر سخي احمد پيمان د فن او حرفې د ارزښت او د افغان ـ کوریا مسؤل میرجلال الدین هشام هم د یاد مرکز اړوند د ښوونیز میتود په اړه خبرې و کړې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته و رسیده.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS