د تعلیم پروژې رهبرۍ کمیټې غونډه د مالي او اداري مرستیال مسعود الله اوریاخیل په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې مسؤلینو د تعلیم پروژې د لاسته راوړنو او کارونو د پرمختګ په اړه معلومات د رهبرۍ کمیټې سره شریک کړل، چې د رهبرۍ کمیټې غړو له خوا هم ورسره د کارونو د لا ښه پرمختګ په اړه لازم نظرونه او لارښوونې و شوې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مسعود الله اورخیل ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، بیکاري په هیواد کې یوه لویه ستونزه یاده کړه او د دې ستونزې په له منځه وړلو او هیوادوالو په ځانګړي توګه هغو ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې چې له بیرون څخه بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، د ورته پروژو پلي کول مهم یاد کړل.
اوریاخیل زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ورته پروژو د ښه عملي کولو او رهبري کولو لپاره ژمن او په دې برخه کې یې د نړیوالو مرستندویانو څخه د مننې ترڅنګ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
تعلیم پروژه د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو له هغو پروژو څخه ده، چې د اروپایي اتحادیې له خوا تمویل کیږي او د هیواد په دولسو ولایتونو کې د کډوالو سره د فني او حرفوي زده کړو ور کولو او کار پيدا کولو برخه کې کار کوي.