د مهارتونو ملي شورا جوړولو طرحه په پرنسیپ کې تائید شوه.

publish
Sun, Nov 10 2019 2:06 PM
4

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خصوصي سکتور سره په همغږۍ، پام کې لري، چې د مهارتونو ملي شورا جوړه کړي؛ په همدې موخه نن د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د خصوصي سکتور مختلفو برخو مسؤلینو سره د مهارتونو ملي شورا پر طرحې هر اړخیز بحث و کړ او د دې شورا طرحه یې په پرنسیپ کې تائيد کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د یادې شورا رامنځ ته کول، د خصوصي سکتور سره په همغږۍ په کور دننه د ماهرو افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو او بې کارۍ په له منځ وړلو کې مهمه یاده کړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د دولتي او خصوصی سکتور سره په ګډه همکارۍ به د دې شورا د لا ښې رهبرۍ او پر مخ وړلو لپاره هڅې و کړي.

سید انور سادات د مهارتونو ملي شورا په را منځ ته کولو کې د خصوصي سکتور ترڅنګ د سکتوري وزارتونو او ادارو رول مهم یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د سکتوري وزارتونو استازي هم په راتلونکي ناستو کې ګډون و کړي او د دې طرحې په لا بډاېنه کې خپل ګټور نظرونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک کړي.

په ناسته کې د خصوصي سکتور استازو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه هڅه و ستاییله او هیله یې و ښوده، چې هر څومره ژر دغه شورا را منځ ته شي؛ دوې همدارنګه د خپلو خبرو په ترڅ کې د خصوصي سکتور په استازیتوب د یادې شورا سره د همکارۍ ژمنه و کړه.

د دې شورا موخه په هیواد کې د ماهرو کارګرو روزلو، د کار بازار او خصوصي سکتور د اړتیاوو مطابق د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د حل لارو چارو لټول دي.

دغه شورا به د کار او ټولنیزو چارو وزارت په رهبرۍ د سوداګرۍ ملي او صنایعو ټولنو، سکتوري وزارتونو، د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو په غړیتوب را منځ ته او د کار بازار مطابق به د ماهرو کارګرو روزلو او په کور دننه د هیوادوالو لپاره د کاري فرصتونو را منځ ته کولو لپاره هلې ځلې کوي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS