د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوی سرپرست وزیر معرفي شو

publish
Wed, Sep 16 2020 9:23 AM
1399

ښاغلی بشیر احمد ته ینج نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د چارو ادارې لوی رییس ښاغلي ډاکټر فضل محمود فضلي له لوری د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

پيل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخواني سرپرست ښاغلي سید انور سادات خبرې و کړې، نوموړي، بشير احمد ته ینج ته د نوې دندې مبارکۍ تر څنګ زیاته یې کړه: د جلالتمآب ولسمشر له باور څخه مننه کوم چې ما ته یې وخت راکړ؛ څو د تر یو نیم کال څخه زیات د کار او ټولنیزو چارو له لارې د هيوادوالو خدمت و کړم.

د چارو ادارې لوی رییس ښاغلي فضل محمود فضلي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښاغلي ته ینج پخوانی کاري کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې و ستايلې، زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینه چمتو دی،؛ څو په متحدانه ډول د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني تر لارښوونو لاندې یو ځای د یو ګروپ په بڼه کار وکړي. نوموړي، ښاغلي ته ینج سره د کارو په ښه ترسره کېدو کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوي سرپرست ښاغلي بشیر احمد ته ینج بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې د جلالتمآب ولسمشر، د ملي مصالحې عالي شورا ریاست او همدا راز د مارشال عبدالرشید دوستم له باور څخه مننه وکړه.

نوموړي همدا راز د کار او ټولنيزو چارو وزارت مخکني سرپرست ښاغلي سید انور سادات فعالیتونه او هڅې وستایلي او ژمنه یې وکړه چې یادو هڅو او فعالیتونو ته به په راتلونکې کې هم ادامه ورکوي.

ښاغلي ته ینج خپلو ټولو همکارانو ته د پوره همکارۍ او په ګروپي ډول د کار ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې هره ورځ به تر ټولو مخکې دفتر ته راځي او له ټولو مامورینو وروسته به له دفتر څخه وځي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS