د کار او ټولنيزو چارو وزارت رئيسانو سره د سرپرست وزير د پيژندګلوۍ ناسته

publish
Thu, Sep 17 2020 8:54 AM
1399

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست، مرستيالانو، رئيسانو او سلاکارانو ترمنځ د پيژندګلوۍ او ستونزو ته پر وخت د رسېدو ناسته جوړه شوه.

دې ناسته کې د کار او ټولنيزو چارو سرپرست بشير احمد ته ينج د رئيسانو څخه و غوښتل؛ څو د وزارت د کړنو، لاسته راوړنو، ستونزو او محدوديتونو اړوند خبرې و کړي او د يادو ستونزو د حل په موخه خپل وړانديزونه او حل لارې هم بيان کړي؛ څو په راتلونکي کې د وزارت په سطحه تصميم نيونه او لويو پلانونو جوړولو کې ور څخه ګټه واخيستل شي.

ناسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيالانو او رئيسانو، په لنډ ډول خپل کاري راپورونه د وزارت رهبرۍ سره شريک او د وزارت د موخو او راتلونکو پلانونو اړوند يې خبرې و کړې؛ دوی همدارنګه يو لړ ستونزې لکه بهر ته د کارګرانو د ليږلو پروسې ځنډ، د بودجې کمښت، د وزارت د کارکوونکو تنقيص، فني او حرفوي زده کړو مرکزنو کې شته ستونزې د وزارت نوې رهبرۍ سره شريکې کړې.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد ته ينج د رئيسانو تر خبرو اورېدو وروسته وويل، چې د پيژندګلوۍ دې ناستې کې يې د وزارت عمومي ليدلوری او د کړنو او ستونزو اړوند ښه معلومات تر لاسه کړل؛ نوموړي ژمنه و کړه، چې په ښه نېت او د وزارت ټولو کارکوونکو سره به ستونزو ته حل لارې و لټوي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS