د نړيوال بانک استازي سره د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ ويديو کنفرانس

publish
Tue, Sep 29 2020 11:08 AM
5

د کار او ټولنيزو چارو سرپرست بشير احمد ته ينج د نړيوال بانک استازي سره د ويډيو کنفرانس له لارې د پيژندګلوۍ او د جنسيت پر بنسټ د تاوتريخوالي او زور زياتي اړوند خبرې و کړې.

د کار او ټولنيزو چارو سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې د نړيوالو بانک له هميشه ګي مرستو د مننې ترڅنګ، ياد بانک د افغانستان دولت او د کار او ټولنيزو چارو وزارت يو قوي همکار او ملاتړ کوونکی ياد کړ.

نوموړي په هيواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی يوه مهمه ستونزه ياده کړه زياته يې چې په تيرو کلونو کې د خلکو د استازي په توګه او همدارنګه د ټولنې له هر قشر نه د هر اړخيزو معلوماتو په درلودلو سره پوهيږي، چې هيواد کې ميرمنې کومې ستونزې لري، نومړي و ويل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سرپرست په توګه به د دې وزارت په چوکاټ کې د ښځو ستونزو ته رسيده ګي وکړي.

ښاغلي ته ينج وويل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې د ښځو فيصدي ډيره زياته ده، نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د وزارت د سرپرستۍ په لومړنيو ناستو کې يې د ښځو د ظرفيت لوړولو په برخه کې له خپلو همکارانو سره خبرې کړي او دې برخه کې ژمن دی.

ناسته کې د نړيوال بانک د عملياتي برخې آمرې ميرمن هما د وزارت د سرپرست له فعاليتو او موخو څخه خوښي څرګنده کړه، زياته يې کړه چې لوګر ولايت کې د زده کړو په بهير کې د تاوتريخوالي اړوند کومه پېښه چې را منځ ته شوې وه، د يادې پېښې د څيړلو په موخه د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د ماليې وزارت په رهبرۍ او د ملي او نړيوالو ادارو په استازيتوب يوه تخنيکي کمېته جوړه شوې ده، چې هرې شپږ هفتې وروسته يو ناسته لري؛ نوموړې وويل لکه څنګه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار، پاليسو، کاري طرزالعملونو او مختلفو برخو کې د مسودو جوړولو برخه کې يو کليدي وزارت دی؛ نو په همدې موخه يې د وزارت له رهبرۍ و غوښتل څو د يادې تخنيکي کميتې د غړيتوب په موخه خپل يو تن استازی معرفي کړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د جندر برخې آمرې وويل، چې ۱۳۹۷ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او زور زياتي مخنيوي عالي کميسيون د دې وزارت په رهبرۍ جوړ شوی دی، نوموړې د نړيوال بانک له استازي و غوښتل څو د دواړو تخنيکي کمېټو تر منځ يوه همغږي رامنځ ته شي.

پای کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست يو ځل بيا د نړيوال بانک له همکاريو او مرستو مننه و کړه او ژمنه يې و کړه، چې د يادې تخنيکي کمېټې د غړيتوب په موخه چې د معينانو په سطحه دی، د وزارت يو استازی به ور معرفي کړي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS