د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست سره د فريدريش ايبرت بنسټ ( FES) د مشرې ليدنه

publish
Tue, Oct 06 2020 1:08 PM
1

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد ته ينج د فريدريش ايبرت بنسټ ( FES) له مشرې داکتر مکدلينا کچنر سره د خپل کار په دفتر کې و کتل.

دې ليدنه کې دواړو لوريو د ټولنيز عدالت، د خصوصي سکتور پر پراختيا او د سولې پروسه کې د کارګرانو د حقوقو پر خونديتوب هر اړخيزې بحث و کړ.

ميرمن مکدلينا وويل: فريدريش ايبرت بنسټ يو غير انتفاعي المانی بنسټ دی، چې د سياسي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، نړيوالې مفاهمې او سياسي زده کړو برخو کې فعاليت کوي.

نوموړې د سولې پروسه کې د ټولنيز عدالت او کارګرانو حقوقو خونديتوب مهم و باله، زياته يې کړه، چې هيله لرو، دواړه لوري دې برخې ته ډيره پاملرنه و کړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد ته ينج مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نړيوالو له مرستو څخه مننه و کړه و يې ويل: د افغانستان جنګ يوازې سياسي اړخ نه لري؛ بلکې فقر او بېکاري يې هم له مهمو عواملو څخه بلل کيږي او دې ستونزو ته رسيده ګي د سولې په راتګ کې ډيره مرسته کولای شي، چې اوس مهال بايد د سولې اړوند د مرکچي پلاوي دواړه غاړې دې برخو ته ډيره پاملرنه و کړي.

ښاغلي ته ينج په دې برخه کې د سولې پروسې څخه د نړيوالو ملاتړ کوونکو هيوادونو رول هم مهم ياد کړ او د همکارۍ غوښتنه يې و کړه.

دې ليدنه کې دواړو لوريو د سولې پروسه کې د کارګرانو د حقوقو پر خونديتوب او د دې لپاره د عدالت غوښتنې په موخه پر ګډ کار ټينګار و کړ.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS