په هرات کې کورنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش برېښنايي سیستم پرانېستل شو 

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۱۹
الیکترونیکي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د هرات په ولایت کې کورنیو وګړو ته د کار جواز د وېش برېښنايي سیستم پرانېستل شو.
په پرانیست غونډه کې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس میرزا‌محمد ابومنصور په خپلو خبرو کې وویل: برېښنايي حکومتولي د نظم، سهولت او شفافیت په رامنځته کېدو، د جعل او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي او په خپل وخت هېوادوالو ته د چټکو خدماتو د وړاندې کولو په لارو کې اړینه او هم د وخت اړتیا ده.
همداراز نوموړي زیاته کړه، چې د دې نوي برېښنايي سیستم په تطبیق سره به هېوادوالو ته پراخې آسانتیاوې برابرې شي، او د کار جواز ترلاسه کول به له دې وروسته په آسانه، چټک او شفاف ډول تر لاسه کوي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس آغامحمد حیدري په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې یاد سیستم د وزارت له مرکزي سیستم سره نښلول شوی، او د هېواد په کچه همغږي لري او د دې سیستم په پلي کېدو سره به هیڅ څوک ونشي کولی چې په یو وخت کې دوه ځایه دندې ولري او ور سره به د کار جوازونو د ورکړې پروسه به معیاري، شفافه او منظمه شي.
نوموړي په پای کې وویل، چې له یاد سیستم سره هم‌مهاله یو شمېر نور برېښنايي سیستمونه لکه د روزنتونونو برېښنايي مدیریت، د مرستو وېش، لوازمو ثبت، املاکو مدیریت، نظارت او راپور ورکونې سیستمونه هم فعاله شوي ترڅو کارکوونکو ته په چارو کې آسانتیاوې او هېوادوالو ته د غوره خدماتو په وړاندې کولو کې ښه والی رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، یاد سیستم د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه فعال شوی دی، چې له مخې یې هېڅوک اجازه نه لري په یو وخت کې دوه ځایه دندې ولري او له دې وړاندې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې هم پرانېستل شوی وو او دا لړۍ دوام لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱۹
Background image

ایجاد زمينه آموزش‌های فنی و حرفه‌ای برای ۸۰۰ تن از معتادین صحت یاب شده

در مرکز آموزش‌های فنی و حرفه‌ای پلچرخی وزارت کار و امور اجتماعی برای ۸۰۰ تن از معتادین صحت یاب شده در پنج حرفه زمینه آموزش‌فراهم گردید.

در محفلی که به همین مناسبت برگزار شده بود، مولوی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۶:۰
Background image

توزیع پول نقد؛ برای ۵۲۹ کودک یتیم و بی‌سرپرست در بلخ

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست‌ کار و امور اجتماعی ولایت‌ بلخ؛ برای ۵۲۹ تن  کودکان یتیم و بیسرپرست در بلخ «به هر کودک مبلغ ۴۵۰۰ افغانی و جمعاً   ۲۳۸۰۵۰۰ افغانی» پول نقد توزیع گردید.

نم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۸:۴۵
Background image

دیدار معین امور کار با مسؤلان نهادهای سازمان ملل متحد در امور مهاجرین

 

الحاج مولوی محمدزاهد احمدزی معین امور کار وزارت کار و امور اجتماعی، در دفتر کارش با آقای عرفات جمال کمیسار عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان (UNHCR) و خانم میا پارک رئیس سازمان. . .

باز گشت به اخبار