لغمان کې څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت؛ ۲۰۹ تنه ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمينه برابره شوه
د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۲۰۹ تنه هغو مسلکي کارګرانو ته، چې د ځانګړې سروې په ترڅ کې مستحق پېژندل شوي وو؛ د مالدارۍ، ترکاڼۍ، کراکري، مرغدارۍ او دوکاندارۍ حرفو کې؛ في نفر ته ۲۰۰۰۰، مجموعاً ۴۱۸۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو د پیلولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول.
د وېش پر مهال د لغمان ولایت؛ د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د همکارې موسسې سرف افغانستان څخه د مننې سربېره له نور ملي او نړیوالو موسساتو او خیریه مرستندویه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو بېکاره ځوانان وکولای شي خپلو کورنیو ته د حلاله نفقه پیدا کړي.
