د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیتلوړونې برنامه پیل شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیهبندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې په پای ته رسېدو سره به ګډونکوونکي د ادارې او مدیریت د اصولو سره سم د دوسیهبندۍ په اهمیت او ارزښت، په چټکه توګه اسنادو ته د آسانه لاسرسي، په خوندي توګه د اسنادو او معلوماتو د ساتلو او آرشیف، د وخت او ځای سپما او نورو ښیګڼو باره کې منظم او دقیق معلومات ترلاسه کړي او په اداري چارو غورهوالی راشي.
