د کاراو ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین  مولوي دین محمد حقبین ژوندلیک

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین  مولوي دین محمد حقبین ژوندلیک

الحاج مولوي صاحب دين محمد حقبین ، دمولوي  رازمحمد زوی او د مرحوم مولوي جنت خان لمسی؛ دپکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ، دبلخیلو سیمې اوسیدونکی دی. لومړنی ابتدائي زده کړې یې په خپل پلارني ټاټوبي کې، له مرحوم پلار څخه کړې، وروسته یې په مدارسو لکه: سراج الاسلام کاهي، منهاج العلوم هنګو، دارالعلوم العربيه ټل، هدایت‌السلام تخت بايي او داسې نور مدارسوکې د  ښوونې او روزنې له استاد مولوي محمد سردار صاحب څخه زده کړې کړي.

 

جهادي دوري عموي مشر یې د دریو انقلابونو قاعد الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب وو چې لمړۍ مرستیال یې شهید مولوي فتح الله حقاني او دویم مرستیال یې مولوي صاحب نظام الدین حقاني وو او د   حقبین صاحب  د محاذ مشر شهید مولوي عتیق الله حقاني وو چې د هغه تر قیادت لاندې حقبین صاحب خپلې جهادي چارې پرمخ بیولی دی.

په علمي ډګر کې  د   حقبین صاحب د موقوف علیه دورې استادان عبارت له   استاد شیخ الحدیث مطلع الانوار دیوبندي او شیخ الحدیث حضرت مولانا عنایت الله دیوبندي څخه دي، د هدایت السلام په مدرسه کې د تخت بایی په دوره کې د حقبین صاحب استادان شیخ الحدیث دکتور حضرت مولانا شیرعلی شاه مدني صاحب او دویم استاد یې شیخ الحدیث حضرت مولانا الله نور ځدران حقاني صاحب  او دریم استاد شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالعزیز خان حقاني صاحب دي.

وروسته یې د مبارکو احادیثو، لویه دوره، دمرحوم قائدالجهادین، الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب، په مشهوره مدرسه منبع العلوم میرانشاه کې وکړه، دخپلو مشفقو استاذانوڅخه یې دستار فضیلت او د فراغت سند ترلاسه کړو.

لکه څرنګه چې ظاهري علوم یې په مخ وړل، دغه شان دباطني علومو لکه علم تصوف او علم طریقت  هم طلبګار وه، چې د باطني تصفیې او تذکيې په موخه یې  دجناب  پېرطریقت، رهبرشریعت مفتي اعظم پاک او افغان،حضرت علامه مرحوم مفتي محمد فرید (رحمة الله علیه) څخه بیعت وکړو،چې د توان او طاقت مطابق یې،خپل  جد و جهد او د نفس سره مجادله جاري وساتله،چې لا تر اوسه یې هم دا  لړۍ او خپلو مشائخو ته وفادري جاري ساتلي ده.

په ۱۹۷۹ کال کې د هیواد په سپیڅلې حریم باندې د پخواني شوري اتحاد له یرغل سره د نورو هیوادوالو په څیر مجبور شو چې هجرت ته مخه کړي،  حقبین  د هجر ت په دیار کې د هر بل افغان بچي په څیر؛ جهاد خپل مسوولت وګاڼه او مقدسه دنده په بیلابیلو لارو سره پر مخ یوړه.

وروسته بیا د منګلو قوم طالبان سره کېناستل،د اتحاد طلباء اهل السنت والجماعت قوم منګل، په نوم یې یوه اتحادیه جوړه کړه، ترڅو  په ټول هیواد کې جهادي خدمتونه، دغه راز: خپل قوم کې شریعت عملي کول، په قوم کې د علم ترویج او مدرسې جوړول،اتفاق او یووالی راوستل او یا هم دیته ورته خدمتونه مسوولیتونه پرغاړه واخلي،

چې لله الحمد، نوموړې اتحادیه د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې  بریالې ده، نن د منګلو په هره دره کې، مدرسې دي، چې هغه په عملي بڼه عالمانو، حافظانو ته روزنه ورکوي او فارغان ټولنې ته وړاندې کوي، چې په دواړو انقلابونوکې،د یادو مدرسو فارغ شویو طالبانو او عالمانو جهادي مبارزه او عملي کار کردګي، دهېرېدلو نه ده، او   حقبین صاحب، تل ددې اتحاديې له مشرانو ملګرو څخه پاتې شوی دی، چې یقینا دا خدمتونه د قیامت ورځې لپاره هغه ته یوه لويه ذخیره ده، الله تعالی دې ورته قبوله کړي.

د هجرت په دوران کې، د طالبۍ ترڅنګ، دمرحوم الحاج جلال الدین حقاني صاحب، له لورې حقبین صاحب ته د یوې جبهې مسؤلیت هم وسپارل شو،  د شوري پوځونو سره په دې جهادي معرکه کې، هغه په خپله څو ځله زخمي شو او د هغه تر قوماندې لاندې زیات مجاهدین او  طالبان، زخميان او شهیدان شول، رب ذوالجلال دې د هغوی قربانۍ قبولې کړي.

 کله چې په ۱۹8۹ کې د شوروي پر وړاندې ستر څښتن تعالی مجاهدین  بریالي کړل، له بده مرغه چې تنظیمي جګړو، لوټ مارۍ، قتل و قتال پیل شو، لېکن محترم حقبین صاحب، نه یوازې دا چې له دې ناروا فجائعو څخه ځان او خپل ملګري وژغورل، بلکې ددې ناخوالو اوبدبختۍ څخه  دافغان ملت  ژغورلو په موخه  د سولې په کاروان کې، په دې نيت  هڅې وکړې ترڅو دا ناروا کړنو ته د پای ټکی کیږدي، حقبین صاحب ښه په مخلصانه توګه تر هغه وخته پورې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وکړي، لیکن کله چې  په قندهارکې د عالیقدر امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمدعمر مجاهد ( رحمه الله تعالي)  د امارت د بڼ ګلان راوټوکېدل او بنسټ یې کیښودل شو. حقبین صاحب  فوراْ د امارت په لمړیو کې، ځان تر قندهاره ورساوه، د تحریک طالبان په غورځنګ کې یې ښه په مېړانه جهاد پیل کړ ترڅو چې طالبان د کابل جان په دروازو ودریدل.

کله چې مرحوم لوی ملاصاحب، د حقبین صاحب اخلاص، صداقت او مېړانه ولېده، نو د وخت د ضرورت په اساس په بیلابیلو موقفونو کې، په بیلابیلو دندو وګماره.

په لمړیو کې د برکې برک، سروبي  او سپین بولدک ولسوالیو ولسوال،  د لوی قندهار ښاروال، د میدان وردګو والي او په وروستیو کې، د هلمند والي په توګه داسې خدمات ترسره کړي وو چې د هغه وخت حاضرین يې هېرولی نشي.

 په ۲۰۰۱ کال کې چې شین سترګو امریکایانو په پاک افغان خاوره باندې يرغل وکړ او هیواد دردونکي شاتګ سره مخ شو  وروسته د جهاد او مبارزې په موخه د منګلو جهادي غرونوکی، د خپل توان سره سم تقریباْ یوکال  مبارزه په مخ یوړه، وروسته د اسلامي امارت د مشرانو په امر د نورو خدمتونو لپاره سعودي عربستان ته ولېږل شو او د نظامي عملیاتو لپاره یې خپل ورور مولوي محمدالله صاحب خپل ځایناستې وټاکه او په پایله کې یې یقیناْ زیات شهیدان او ټپیان ورکړل.

 

  مولوي دين محمد حقبین صاحب کله چې بیرته هیواد ته راستون شو، دنورو خدمتونو ترڅنګ، په دې وروستیو

کې د اسلامي امارت  مشرتابه لخوا هغه ته،  په بیلابیلو کمیسیونو کې دنده وسپارل شوه.

کله چې الله رب العزت د افغانستان اسلامي امارت ته فتح مبینا ورنصیب کړه، نو اوس عالیقد امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، دخپل لزوم ديد په اساس   حقبین صاحب ته  د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال دنده وسپارله.

په چارو کې  او هیوادوالو د د غوړه چوپړ  لپاره له رب ذوالجلال څخه ورته، دښو کاري کړنو توفیق غواړو.