په فرزې ولسوالۍ کې د ماشوم‌ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

media_admin
Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
فرزه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري  دا ځل د کابل ولایت په فرزې ولسوالۍ کې د ماشوم‌ساتنې کمېټه پرانیستل شوه. 
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیست‌غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو پر حقوقو، د هغوی د ستونزو پر حل، هغو ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او له خپلو کورنیو سره یې د بیاځلې یو ځای کولو پر ارزښت خبرې وکړي.
همداراز نوموړي د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه خپلې هلې‌ځلې ونه سپموي. 
ورپسې د فرزې ولسوال الحاج مجاهد عزیزالله هم په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د ماشوم ساتنې کمېټې جوړول یو مثبت او نېک ګام دي چې په دې سره به د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزې تر ډیره بریده را ټېټې شي.
د یادولو ده؛ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د یادې کمېټې د پرانیستلو بهیر به د هېواد نورو 

Latest news

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

Wed, Oct 22 2025 11:18 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with Representatives of Industrialists

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with representatives of industrialists from the private sector, as well as other members. . .

Sun, Oct 12 2025 3:09 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the Senior Deputy Minister of Interior Affairs

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with the Senior Deputy Minister for Security Affairs at MoIA, General Mawlavi Sadr Ibrahim.

At the. . .

BACK TO NEWS